IQNA

په عربستان کې د حج د مناسک په باب په نهو ژبو کې مستند فلم  جوړ شو

7:28 - January 03, 2023
د خبر لمبر: 3486695
ایکنا-(تهران) دسعودی عربستان د حج او عمرې وزارت  دحج اوعمرې د مناسکو په باب ددنیا په نهو ژوندئ ژبو باندې مشتمل د یوه مستند فلم د جوړولو خبر ورکړ. ټاکل شوې ده دغه فلم د عربستان د هوائي الوتکو  د الوت په وخت وړونکو حاجیانو نندارې ته وړاندې شي.

ایکناخبری آژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ، د عربستان دحج او عمرې وزارت د په څه دپاسه  نهو مختفو ژبو سره د عمومي پوهنوې د ټولګې دیوې برخې په توګه د ؛رحلة الععمر؛یعنی دیوه عمر لپاره سفر په نامې سره  یوه فلم د خپرولو خبر ورکړ او دغه فلم،به دعربستان د هوائي شرکت په الوتکو کې د حج او عمرې له چینله د خداي کور ته دتلونکو حاجیانو  نندارې ته وړاندې کیږي.

دعربستان د حج او عمرې وزارت د اطلاع رسونې د پروژې جزیات خپره کړي دي چې د حج او عمرې سفر  په تفصیل سره وړاندې کوي ،مناسک حج مستند کوي او حاجیانو ته د خپل دیني سفر دجزیاتو په باب زده کړې ورکوي.

 دعربستان د حج وزارت په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي،نن ډیر خوښ یوو چې یو سینمائي مستند فلم  په نهو نړیوالو ژبو سره ترجمه شوی او په زده کونکي ماهیّت سره  ئې مخ کتنه کوو. ددغې ملګرتیا لپاره د سعودي عربستان د اوقافو د عمومی ادارې او د عربستان د هوائي شرکت په ډيرې مننې او ستاینې سره:

دغه فلم په نهو ژبو ترجمې سره په یووخت دولس دقیقې دی او د حاجی صیب  د سفر او دمخکې مناسکو دترسره کولو څرنګوالی  او ددغې واجب فریضې د قایمولو د وخت لارښونې دي او  په څوارلسو اصلی  لوکیشنز کې  جوړ شوی دی ،ټاکل شوې ده دغه فلم په ۱۴۴الوتکو کې او په څه دپاسه ۲۸ ویب سایټونو کې خپور شي.

په دغه کار کې څه دپاسه اته سوه اصلی او فرعي لوبغاړو ګډون کړی څو د بیت الله الحرم دحاجیانو د دلچسپۍ وړ ټوله  هغه موضوعګانې په ډير آسان ډول بیان او نندارې ته وړاندې کړي چې د خپلو مناسکو په وخت  ئې ترسره کوي.

ددغه فلم دخپرونکي چینل غوره ژبې، عربی ،فارسی،انګریزي ،بنګالي، فرانسیسي، هوسا،انډونیزیائي،ترکي،اردو،امهری،اسپانیائيظ،روسي،سنهالی او مالائي ژبې دي.

دغه ویډیوئي فلم ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4111414

 

captcha